کوانټم فزیک یوازې ساینس نه دی بلکې د اروا په اړه منطق دی

zakria rahimi
By -

  په کوانټم فزیک کې ستا نور ډولونه هم موجود دي لکه د روغتیا لرونکی ډول، خوښ ډول، خپه ډول، ... کوم چې ستا زړه کې وي په دې مانا چې ستا همدا ډول په تا پسې ګرځي ته باید صرف له همدې فریکوېنسي سره ځان همغږي کې کړې، د دې لپاره باید ته خپل ځان بیا ترتیب کړې چې له یادې فریکوینسي سره تطابق یا برابري کې شې.

ته په حقیقت کې نړۍ نه تجربه کوې بلکې خپل عصبي سیستم تجربه کوې او له تجربې یې تعبیر کوې. مطلب دا چې دوه کسان بیخي یوه پېښه تجربه کولای شي خو هر یو یې جلا نظر او حقیقت ترې جوړولای شي د بېلګې په توګه د دوه ورونو پلار مړ کېدل هر یو ترې جلا تجربه لرلای شي : یو ممکن د میراث فکر کې وي او بل د پلار له لاسه ورکول خپګان ځپلی وي. ستا فکر او احساسات یوه فرېکوېنسي خپروي او ستا ژوند یې بېرته درته هینداره کوي. کوانټم فزیک التماس او غوښتنو ته ځواب نه وایي بلکې قاطعیت ته غبرګون ښي.

ته کولای شې خپل تېر وخت بیا کوډ کړې او خپله راتلونکې په اوسمهال بدله کړې ځکه چې همدا اوس هر څه ته لاسرسی موجود دی. ته د کایناتو داخل کې کس نه یې بلکې ته خپله کاینات یې کوم چې خپل ځان په خپل داخل ځان کې تجربه کوي لکه سمندر چې خپل ځان د څپو شکل کې معرفي کوي، څپو ته په کتو مونږ دا هېروو چې څپې خپله د سمندر برخه ده. تاکې تر ټولو ځواکمن ځواک فکري تجسم او تصور دی او نا خبره اوسېدنه ده کومه چې د خوب وخت کې انسان تجربه کوي. د انسان مغز چې کله خوب ویني د حقیقت ګمان ورته کوي ځکه چې د حقیقي تجربې او تصور ترمنځ د توپیر کولو وړتیا نه لري په ځانګړې توګه په ناخبره وخت کې کله چې مونږ خوب کوو.
په پای کې ساینس یوازې د بیان لپاره یوه ژبه ده کومه چې الهي ځواک تعریف کوي.

ستا مغز نړۍ په مستقیمه توګه نه تجربه کوي بلکې ستا د عصبي سیستم له لارې یې تجربه کوي، کله چې ته ستړی یې، سټرس یې، ډېپرېس یې او تشویش کې یې، خوښ یې، دمه دې جوړه وي نو ستا مغز حقیقت د همدې فلټرونو له لارې درک کوي. نړۍ د ټولو لپاره ورته ده صرف د هر کس لپاره یې درک د همدې عصبي حالت له لارې د فلټرونو تعبیر پورې تړاو لري.

د یو ایلکټرون تیوري
په ټولو کایناتو کې یوازې یو اېلکټرون موجود دی کوم چې په وخت کې وروسته او مخکې تګ کوي او هر څه رامنځته کوي. دې ته د یو ایلکټرون تیوري وایي. دا تیوري وایي چې هر اتوم، هره زره (ذره) او هر کس له یوې زرې جوړ شوی. هره زره تر هغې پورې چې کچه شوې نه وي نو دا پرېکړه نه کوي چې څه ده. حتا که چېرې له کچه کېدو مخکې یې تګ هم کړی وي همدې ته له نږدې تېر وخت تقلید وایي. همدا ایلکټرو وروسته او مخکې تګ کوي او کوم څه چې راتلونکې کې شوي وي بیا چې کله وروسته ولاړ شي نو تېر وخت باندې اغیز کوي او تېر وخت په راتلونکې اغیز کوي نو دا په دې مانا ده چې هر څه خپله کې اتصال سره لري او اوسمهال، تېر وخت او راتلونکې ټول یو سیستم کې دي : درېواړه سره جلا نه دي او همدا اوس ترسره کېدونکي دي. ته په وخت کې نه یې روان بلکې وخت ستا په ذریعه یا ستا له لارې تګ کوي.

کوم څه چې ستا چار چاپېره ترسره کیږي، پرته له دې چې ته یې لمس کړې، ستا زهن (ذهن) پرې خپل نفوذ لرلای شي. په کوم څه چې ته تمرکز کوې د هغې پایلې کې بدلون راځي. په هر هغه څه چې ژوند کې تمرکز کوې تاته راځي. که چېرې ته د خپل زهن د تجسم او تصور ځواک وکاروې نو د خپلې خوښې لاسته راوړنې لرلای شې.

هر یاد ستا په مغز کې په فزیکي توګه جوړ شوی یاد دی. هر کس کوم چې ستا تر اوسه په یاد دی، هره لحظه کومه چې تا نه ده هېره کړې، هر تجربه کومې چې تا کې بدلون راوستی دا د نیورونونو لخوا په خپله کې یو کېدنه او سپرغیو رامنځته کېدنه ده او له دې لارې د تل لپاره نښتل دي. همدا اتصال یا نښتل نور هم ځواکمن کیږي که ته د خپلو یادونو په اړه بیا بیا فکر کوې. ستا حافظې ستا فکرونه نه دي بلکې فزیکي جوړښتونه دي کوم چې له تجربو ستا په کوپړۍ کې رامنځته شوي.

کله چې ړانده مړه کیږي ۳۶۰ درجو کې داسې رنګونه ویني کوم یې چې هېڅکله نه وي لیدلي. له دې مالومیږي چې لید د سترګو فعالیت نه دی بلکې د مغز له خبرتیا سره تړاو لري. سترګې یوازې تر ۳ډي پورې محدودې دي خو مغز په ۴ډي کې لیدل کوي. څلور بعده لیده دې ته وایي چې که ته د دیوال یو څنګ کې ولاړ یې د دیوال داخل او د دیوال بل اړخ هم وینې.
داسې مخدره مواد کوم چې له نورمال کچې ۱۲۰۰ ځلې د زیاتو ډوپامینو ازادېدو لامل کیږي. دومره ډوپامین که چېرې یو انسان جنسي اړیکې ونیسي، ډېر خوندور خواړه وخوري او ژوند کې لویه بریا ترلاسه کړي دا درېواړه سره یو کړې بیا هم دومره ډوپامین مغز کې نه ازادیږي. همدې ته د مغز د لمبیک سیستم بې کچې زیاته کارېدنه او یا بوخت کېدنه وایي.
مېت امفېتامین یوازې د لوړ ډوز مخدره مواد نه دي بلکې د نیورونونو له منځه وړونکي دي. د انسان په نیورونونو باندې لکه د تېزابو په څېر اغیز لري. دا مواد ډوپامینو پای له منځه وړي تر څو بیا ازاد نشي. کوم کسان چې مېت کاروي د مغز په سکېن کې یې تور غارونه موجود وي، په مغز کې نسجونه له منځه تللي وي او تور غارونه پکې رامنځته شوي وي. بلاخره انسان کې سایکوسېس یا پسیکوسیس پیدا کوي او زهن داسې څه احساس کوي، ویني یې کوم چې حقیقت کې نشته وي. ځکه چې پریفرنټل کورټېکس له منځه تللی وي. پایله کې یې انسان د همدري او د پښېماني احساس او وړتیا له لاسه ورکوي.
دا خلک که چېرې د کلونو لپاره هم دا مواد ترک کړي نو بیا هم په ډېره مشکله توګه طبیعي خوند اخیستنه کولای شي. مېت د انسان تېر وخت، اوسمهال او راتلونکې له منځه وړي او د انسان اروا وژني او بلاخره ترې خوځېدونکی مړی جوړوي.
Tags: