Emmonsaspis - اېمون ساسپیس

zakria rahimi
By -
د کورډېټ ژو، په اوسمهال کې له منځه تللی نسل دی. فوسیل یې په ۱۹ پېړۍ کې، د ویرمونټ په پارکر سلېټ کې موندل شوی کوم چې د کمبرین دورې دی. له مېټاس پرېجینا او نیو سیکتیس سره تړاو لري. بدن یې تقریبا تر ۴.۵ سانتي متره پورې اوږدېده او ګمان کیږي چې خواړه یې د اوبو په فلټر کولو ترلاسه کول. په فوسیل کې یې شوکي نخاع نه ده موندل شوې. تنې یې د مایومېرې په نامه ۵۰ د عضلو بلاکونه لرل. سترګې یې غټې وې او د برانشونو شاته برخه کې یې غټ غړی موجود وو، ګمان کیږي چې ځیګر وي.

تر اوسه یې دوه ډولونه پېژندل شوي : یو یې اېموناسپیس ورتانېلا او بل یې اېموناسپیس کامبریانسیس دی. اېموناسپیس کامبریانسیس ډول یې د ګراپټولیټ، کورډېټ او ارتروپوډ په توګه تشرېح شوی.

پولیجیني یا د تکامل له امله وده او په ډولونو وېشل کېدنه

په ۱۹۱۱ کې ډي سي والکوټ د پولیکیټ چونجي په توګه تشرېح کړی دی خو په ۱۹۹۳ ځینې مسلکي کسانو کورډېټ ژوی ګڼلی. په ۲۰۲۴ کې پولیټومي وګڼل شو. پولیټومي داسې پلرونه کوم چې د دوه معیاري جلا کېدنې په ځای درې یا ډېر ځلې په جلا نسل او یا ډول بدل شوی وي.  






Tags: