په اوسمهال کې له منځه تللی، کب ته ورته، کورډیټ، د شمزي لرونکی ژوی وو. تقریبا ۵۱۸ میلیونه کاله وړاندې یې په کمبرین موده کې ژوند کوه. په کومه سیمه کې یې چې ژوند کوه، اوسمهال د چین یونان ولایت دی. په دې نسل کې یو ډول شامل دی، د کوم چې ساینسي نوم (Haikouichthys ercaicunensis) دی. په لمړي ځل په ۱۹۹۹ کې تشرېح شوی. تر ۲۰۰۳ کال پورې تر ۵۰۰ زیات غړي د همدې ډول وګڼل شول.
د هایکو ایکتیس فوسیل کې د تعریف کېدو وړ سر او نورې داسې ځانګړنې موجودې وې د کومو له مخې چې شمزی لرونکی ګڼل شوی. له میلېکون مېنجیا نسل سره یې توپیر د برانشونو په ترتیب کې، په برانشونو کې د پراډو یا کرښو نه لرلو او د عضلاتو د بلاکونو په توپیر کې دی. مطالعو ښودلې چې هایکو ایکتیس او ورسره تړاو لرونکو ژو کې څلور کامرې ته ورته سترګې موجودې وې. په پیل کې یې یادو سترګو د سپږمو ګمان شوی وو خو په ۲۰۲۶ کې یې بیا مطالعې سترګې وګڼلې.
په سر کې یې څېړونکو څلور کامرې ته ورته سترګې، پاسنۍ شونډه، د سر د کوپړۍ اړوند کرپندوکی، له شپږ تر نهو پورې د برانشونو سوریان او د غوږ کپسول موندلي. پورتنۍ شونډه یې د لامپرې کبانو لاروای یا امکویت بچیانو ته ورته والی لري. یاده شونډه یې ممکن د مختلفو موخو لپاره کارولې وي لکه د خوړو خوشې پسې ځان نښلول، د اوبو فلټر کول، د خوړو نیول، ... مغز یې ښه وده کړې وه، لکه د ډېرو شمزي لرونکو په څېر په مختلفو عمده برخو وېشل شوی مغز یې لره.

