Nuucichthys - نیوسیکتیس

zakria rahimi
By -

  په اوسمهال کې له منځه تللی نسل دی، فوسیل یې د متحده ایالتونو په اوتا کې موندل شوی. په دې نسل کې یوازې یو ډول شامل وو د کوم چې علمي نوم (Nuucichthys rhynchocephalus) دی. په کمبرین موده کې د امریکا شمزی لرونکی ژوندی وو. نوم یې له دوه کلیمو جوړ دی د (Núu-ci) کلیمه سیمه ایز خلک دي او د (ichthys) کلیمه په یونانۍ کې کب ته وایي.


د موندل شوي فوسیل اوږدوالی یې ۱.۲۸ انچه دی. تقریبا تر ۴۰ پورې د عضلو بلاکونه یا مایو مېر لري. د ګېډې سطحه کې یې د برانشونو پراخ جوف موجود دی. همداسې د غړو یو سیټ پکې دی کوم چې ځیګر ګڼل شوی، ممکن مقعد او کولمې یې هم برخه وي. د سر برخه یې جلا تعریف شوې برخه ده، یاد جلا والی یې د کمبرین مودې له نورو ژو سرته توپیر دی. لکه د نور بدن په څېر یې سر کې د عضلو بلاکونه نشته او لوړوالي کې یې له نور بدن سره توپیر دی او همدې توپیر له نور بدن څخه جلا کړی دی. سترګې یې کامرې ته ورته جوړښت لره او عصري لامپرې کبانو ته یې ورته والی لره. بدن یې شاپرونه نه لرل.



Tags: