Myllokunmingia - مېلوکون مېنجیا

zakria rahimi
By -

 په اوسمهال کې له منځته تللی نسل دی، په کمبرین موده کې یې تقریبا ۵۱۸ میلیونه کاله وړاندې ژوند کوه. په کومه سیمه کې یې چې ژوند کوه اوسمهال د چین یونان ولایت دی. فوسیل یې له هایکو ایکتیس نسل سره نږدې سیمه کې موندل شوی. په مېلوکون مېنجیا نسل کې یوازې یو ډول موجود دی د کوم چې ساینسي نوم (Myllokunmingia fengjiaoa) دی. د بدن اوږدوالی یې ۲۸ ملي متره او د تنې لوړوالی یې ۶ ملي متره دی. سر او تنه یې یوه برخه نه وه بلکې د بدن جلا دوه برخې وې. سر کې یې د برانشونو ۶ کڅوړې موجودې دي. تنه کې یې د عضلو ۲۵ بلاکونه موجود دي د کومو چې مخه وروسته لور ته ده. تنه کې یې نوټوکورډ، حلق او د هاضمې کانال لیدل کیږي.

ساینسي ډلبندي

پاچايي

ژوي

فایلم

کورډاټا

له فرعي فایل لاندې

اګناتا یا بې ژامو

ډله

مایلوکون مېنګجي ایډای

کورنۍ

مایلوکون مېنګجي ایډای

نسل

مېلوکون مېنجیا 







Tags: